مالومات زمونږ د خدمتونو په هکله

د Windermere په باره

Windermere یو آزاد د ټولنیزو خدمتونو اداره د ویکتوریا په جنوب شرق کښې ده چې ډیرو اړو کسانوسره مرسته کوی. 150 کالونه راپدی خوا مونږ زیار باسو چې قوي، مرتبطه او ملاتړي ټولنه جوړه کړو.

زمونږ ملاتړي په ډیرو ډولونو دی  او مونږ یو ځای  کارکوو ترڅو ډیرو مغلقو اومختلفو مسئلو ته چه کوچنیان، کورنی او انفرادي کسان زمونږ په ټولڼه کښی ورسره مخامخ کیژی د حل لاره ومومو.

زمونږ هدف په لمړی سرکی د پروګرامونو او خدمتونو چمتوکولو  په دی ساحو کښې  دی:

1. د کورنیو ښه والې چې مثبت کړنو بدلونونه جوړ شي،  د زوراوستم/ یا  تیروتنه نه ښه پوهنه او ځواب یی ورکول

2. د کوچڼۍ توب وده، تعلیم او ملاتړ په ګډون د ماشوم پاملرنه او کوچنیانو او غټانو ته د ځنډ شوي ودې اومعیوبیت خدمتونه

3. د روحې ضربې قربانېانو سره مرسته او ملاتړ، جنسي تیرې او/یا شخړي جرم

4. د ټولنې د قوي کیدو جوړنه چې وخیم او ښکاره اړتیاو ته په بیړه ځواب ورکړي.

په داسي حال کې چې مونږ د ایالتي او مرکزي حکومت څخه بودجه د یو څه خدمتونو د پاره ترلاسه کوو، نور خدمتونه د  بسپنه ورکونکي لخوا مالې تقویه کیږې چې مونږ د هغو د ټولو څخه منندویه یو.

مونږ په دي باور یو چې هر یو کس زمونږ په ټولنه کې یو شخصیت دي او دا زمونږ په ورځنی کارکښی د دوی سره هره ورځ انعکاس کوي.

مونږ د ویکتوریا په جنوب شرق کې په يوشمیر ځایونو کښی موقعیت لرو.

د ډیرو جزئیاتو د پاره مونږ سره اړیکه ونیسي:

ترجمان

که تاسي ترجمان ته اړیاست، مونږ یی  بندوبست کولې شو.

 

خدمتونو ته زمونږ تګلاره

زمونږ د کرڼی په زړه کښی تاسي تر ټولو ښ لاسته راوړنه ده.

مونږ تاسي او ستاسي کورنۍ سره له نږدې نه کار کوو چې پوه شو اوپه نښه کړو چه کوم شئ ډیر مهم دي. تاسي سره یو ځایي مونږ  شخصې هدف او مرام  چه تاسی ته مهم وی وده ورکوو؛ مونږ ستاسي د انفرادي قدرت او توانمندي څخه کاراخلو چې تاسي سره د اهدافو په رسیدلو کښی مرسته وکړی.

د یو وقف  شوي کارکونکې د ګټې او تداوم برسیره،  همدا شان تاسي به زمونږ د ټول تیم تجربو ته لاسرسي ولري –یو تیم چې ستاسي  په فوری او اوږدمهاله اهدافو پوهیږې او د هغو د رسیدلو  د پاره د مرستی کولو ژمن دی.

زمونږ دعملي او تدبیر شوي پاملرنې په بنا، مونږ متعهد یو چه تاسي حتما د روغتیا او ښه والې  موثر اهدافو ته  ورسیژی.

تاسي دپاره ډیره عالې لاسته راوړنه

هدفونه

انتخاب

کنټرول

تاسي

ستاسي کارکونکې

ستاسي نظرونه، مهارتونه او ژوند تجربه

او زمونږ دټولي ډلې پوهوالې

زمونږ خدمتونه او پروګرامونه

 

مونږ هدف لرو چې په لمړې سرکې ستاسي او ستاسي د کورنۍ او په ټولنه تغییر راولو. زمونږ د پروګرامونو او خدمتونو اصلې هدف تاسي ته ستاسی د اړتیاوو لپاره مرستي وړاندي کول دی – په ګډون د عملې لارښوونه او په وخت سره د څلورلمړنیو ساحو کښې ملاتړ کول دی.

وده او کوچنې توب لمړنۍ تعلیمات

 

معیوبیت او کوچنې توب لمړنې خدمتونو لارښوونه

که تاسي او یا ستاسی په کورنۍ کښې یو کس ژوند کوي چه معیوب او یا په وده کښې یی ځنډ راغلې مونږ د هغو مرستو چه په نښه کولو کښی چه ډیری مهمی دی درسره مرسته کولي شو. یوبل سره په ګډه به تاسي کې بدلونونه راولوچې په رښتیا سره ستاسي په ژوند کې توپیر راشي. مونږ تاسي ستاسي کورنۍ اوستاسي ټولنه سره اوږه په اوږه کارکوو،  چه سم هدفونو وټاکو اوعالې لاري  د دغو لاسته راوړنو د رسیدلو لپاره پیل کړو. همدا راز مونږ کولې شو تاسي سره مرسته وکړو چې وپوهیږئ او د NDIS لټنه وکړئ. 

د انعطاف پذیره او  متمرکزه ملاتړ او مرستندویه کارکونکي ، مونږ کولې شو تاسي سره مرسته وکړو ترڅو نورهم آزاد ژوند لاسته راوړي.

کوچنیانو ته پاملرنې خدمتونه

د هرکورنۍ د کوچنیانو د پاملرنې اړتیاوي سره توپیر لري. تاسي او ستاسي د ژوند شریک به ممکن اوږد ساعتونه کار وکړي یا تاسي به ممکن يواځیبغیرد کورنۍ د ملاتړ نه یاست. تاسي به ممکن یو کوچنۍ پاملرنې کورنۍ فضا ته چې ورځنۍ کورنۍ ساتنۍ په کوچنۍ ساتنۍ مرکز کې وړاندی کوي ترجیح ورکړي. ستاسي کوچنۍ به ځانګړي شیانو ته اړتیا ولري یا کوم حساسیت چې ډیري پاملرنې ته اړوي. کومه چې ستاسي ځانګړي اړتیا وي، مونږ د کوچنیانو دپاملرنې حل لاره لرو چې ستاسي د کورنې د اړتیا سره به برابروي.

بحران، تیرې او روحي ضربه

جرم څخه اغیزمند شوي، روحې ضربه یا تیرې به ستونزمنه وي او یوه ګډوډه تجربه ده.

زمونږ خدمتونه به تاسي سره مرسته وکړي چې بیرته په لاره سم شي او په ګډون: 

مشوره ورکول

لنډ یا اوږد مهاله مرستې ته لاسرسي د استوګنځي د پاره

عملی مرستی (بیلګې په توګه دقرباني کیدوبیان  Victim Impact Statement [د قربانی کیدو بیان] سپارښتنه د Adult Parole Board د [لویانو د ضمانت کمیته] او Victims of Crime Assistance Tribunal [د جرم د قربانیانو ملاتړی محکمه]).

ځانګړي پروګرام چې تاسي سره په حوصله مندي او اعتماد لاس ته راوړنه کې مرسته وکړي.

مونږ پوهیږو چې ځینې حالات سبب د ډیر درد او د زړه نا قراري ګرځي؛ که داسي مسئلي د یو اوږد وخت دپاره پاتې شي د اوږد مهال لپاره مسئله ګرځیدلی شی – زمونږ هدف داده چې تاسي خپل لاره ومومي او په اطمینان سره خپل ژوند وړاندي بوزي.

کورنۍ ښه والې

 

زمونږ ملاتړ تاسي او ستاسي کورنۍ ته په محرمیت سره وړاندي کوو چې په مسئلو او ستونزو کې تاسي سره مرسته وشي. دا په ګډون د: 

مشوره ورکول

ستونزمنده چلند تنظیمول

د استوګني او مالې مسئلو په هکله عملي مرسته او مشوره

کورنیو سره د کوچنیانو او د هغوی په وده کې د اغیزه شویو مسئلو د پاره مرستي.

تاسي سره د اغیزمنده مور او پلار د مهارت په برخه کارکول

د کورنۍ شخړو په حالاتو کښی ځواب ویل

زمونږ لمړنۍ هدف دا دي چې ستاسي د کورنۍ معاشرتې اړیکه یوبل سره ټینګ وساتو.

ټولنیز قوي کیدو پروګرامونه

 

زمونږ ډله ییز پروګرامونه داسي ډیزاین شوي چې زمونږ د ټولني اړتیاوي پوره کړي.

مونږ د ښوؤنځۍ په بنا یو شمیرطرح شوي پروګرامونه پرمخ وړو چې کوچنیانو سره د دوي په کورني، ټولنه اوخپل منځي کې په مثبت ډول د بهتره فیصلي په نیولو او معا شرت کولو کې مرسته وکړي. د ساعت تیرې ټولګۍ په فضا کې، زمونږ پروګرام ځیني مسئلي چې کوچنیان ورسره مخامخ کيږې په نظرکې نیولې دي، په ګډون د:

 د شرابو او مخدره موادو تعلیم

Cyber bullying (مجازی نړی کښی زور ویل)

 

کورنۍ  شخړی

تبعیض د جنس، ژوند طریقه، نژاد یا مذهب په بنا.

همدا رازمونږ یوشمیر سلیقوي پروګرامونه پر مخ وړو چې هر یو یې اغیزمنده ستراتیجي لري چې انزوا، ناراحتي چې د توهینیدل نه منځ ته راغلي وي او/ یا دماغي مسئلي او خلکوسره معاشرت کول کوم چې ممکن د ځان وژنې خطر ورسره وي مقابله وکړي.

زمونږ د ټولنې د قوي کیدو پروګرام زمونږ د ټولنې د سخاوت او مالې اعانوڅخه  تمویل کیږې. بخششونه مونږ ته جرأت راکوي چې د خپل ټولنې ځانګري اړتیاوي هغه ساحو کې چې دولت مرسته نه کوي بشپړ کړو.

 

زمونږ دمختص پروګرامونو او خدمتونو په هکله زیاتو مالوماتوترلاسه کولودپاره د windermere.org.au/services څخه کتنه وکړي

آیا تاسي ترجمان ته اړیاست؟

آیا تاسي د انګلیسی په پوهیدلو کښی ستونزه لري؟

مونږ تاسي ته د ترجمان بندوبست په وړیا ډول کولي شو.

ستاسي نظریاتو نه مونږ هرکلۍ کوو

که تاسي غواړي چې زمونږ نه مننه د یوښه کارد کولو په هکله یا د یوشئ په هکله شکایت چې کیدای شي بهتره یی کړو، ستاسي نظریات ؤیر مهم دی ځکه زمونږ سره د خدمتونواو سیستمونو په اصلاح کولو کې مرسته کوي.

تاسي کولي شي شکایت یا مننه په لاندي ډول وسپاري:

کارکونکې سره په مستقیم ډول، یا د خدمتونو منیجرسره خبري کول

لاندنې منني او شکایت بروشر ډونلوډ کول او بیرته مونږ ته لیږل

زمونږ د نظریاتو آوریدلو  د کس سره په 1300 946 337 شمیره تیلفون وکړي.

مونږ سره اړیکه وکړي

عمومي تیلفون شمیره

لوي دفتر

48 Webb Street Narre

Warren VIC 3805

تیلفون:1300 946 337

جنوبي ملبورن شاوخوا دفتر

48 Webb Street Narre

Warren VIC 3805

Pakenham دفتر

لمړني تعلیم او Toomah ټولنۍ مرکز پاملرنې خدمتونه

18 Golden Green Street

Pakenham VIC 3810

Gippsland دفتر

قربانیانومرستي پروګرام

246 Commercial Road
Morwell VIC 3840

Warragul دفتر

معیوبیت او کوچنۍ ته لمړنۍ لارښوونو خدمتونه

12 George Street

Warragul VIC 3820

Cranbourne دفتر

د کوچنیانو د پاره ټولنه او د کوچنۍ توب لمړني مرحلو د ودي خدمتونه

75-81 Willora Crescent

Cranbourne VIC 3977

ابتدايې زده کړي مرکز

د فرانکستن Frankston لمړنۍ زده کړي مرکز

1A Holmes Street Frankston VIC 3199

تیلفون: (03) 9784 5300